آرشیف
د « نا آشنا میرمن » د تابلو معما
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
پیمانو کي یې د سترګـو ، نصوحا تـوبـه ماتیږي
تــه بــه و وینې زاهـده چـي نن بیا تـوبـه ماتیږي
مړو کتو په ور بللو، به طلاق حـورو ته ورکړم
په سوګند مي تکل کړی، په والله تـــوبـه ماتیږي
( نوزادي )
دا تابلو په ۱۹ پيړۍ کی د روسي وتلی نقاش ایوان کرامسکوی ډیر مشهور شهکار دی . نقاش د ډیرو غوښتنو سره سره د ژوند تر پایه دا راز رسوا نکړ چي دغه دده په ګوتو نقاشي سوې نجلی څوک ده . نه دده په لیکونو او نه هم په یاداښتونو کي ددغي میرمني یا نجلي په اړه کومه یادوونه تر سترګو سوې نده . ددغی تابلو تر نقاشۍ یوازي څو کاله وړاندی د « انا کارینینه » پنامه د وتلي روسي لیکوال لیو تولستوی مشهور رومان له چاپه ووت . کله چي دغه تابلو نقاشي سوه ، داسي اوازه خپره وه چي ګویا کرامسکوي په نوموړي رومان کي پدغه نامه قهرمان کرکتر ترسیم کړیدی . ځیني څیړونکي داسی فکر کوي چی ښایي دا به د « ایدیوت » پنامه د د روسي وتلی لیکوال ف . دستایوفسکي د رومان څخه د ( ناستاسیا فیلیپوونا ) انځور وي . ډیرۍ څیړونکي باور لري چی دا انځور یوازي هنري څیره نه ، بلکه رښتینې څیره ده . د نقاشي سوی میرمني د څیري ورته والي ځینو څیړونکو ته دا فکر پیداکړي چي دا د ( ماترینا ساویښنا ) پنامه هغه د بزګري کورني نه کلیواله نجلی ده چی د ( بیستوږیف ) پنامه یې د یوه اشرافی درباري سره واده وکړ . ځیني بیا د نجلي د سرو کړو شونډو او د موډ سره سمو قیمتي جامو له مخي فکر کوي چي پدې انځور سره نقاش یوازي د ټولني طبقاتي حالت ښودلی دی . داسی یوه نظریه هم وړاندي سویده چی پدې تابلو کي کرامسکوی خپله لور سوفیا کرامسکایا انځور کړیده . ددغي نظریې بنسټ پر دي خبره پروت دی چي نقاش « نجلی د پیشو سره » پنامه تابلو کي د خپلي لور انځور کښلی دی او هلته د هغې سترګي ددغي تابلو د نجلۍ سره تر لویه بریده ورته والی لري . ایګور ابولینسکي په ټینګار سره وایي چی په تابلو کي دا میرمن د ګرجستان د شاهي کورنۍ یوه ملکه ده چي بیحده ښکلي وه او د کورني ناخوالو له مخي یې ځان وژنه وکړه . دی وایي چی کرامسکوی د هغې و ښکلا ته هیښ پاته وو او د تراژیدي ژوند نه یې اغیزمن سوی وو . ځکه یې نو پدغي تابلو کي هغه انځور کړیده . ځینو ماهرانو بیا نوری ډیري فرضیې هم وړاندی کړیدي ، خو د ښکلو سترګو والا نجلی د پیژند پاڼي اصلی راز لا پټ پاته دی .
( د روسي انترنیټي سرچینو څخه ) ــ ۱۷ / ۳ / ۲۰۱۹ ــ ډنمارک
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
Reconnect to YouTube to show this feed.
To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور