آرشیف
افغاني تذکره او ښکاره موضع!
دوکتور ص. سعیدي
هر هغه څوک چې په هر توجیه، په افغاني تذکرو کې د افغان او د دین د ذکر سره مخالفت کوي، خاینانه او د مذمت موضع او کړنې مرتکب دی.
داچې دا خاینانه عمل له کومې انګیزې کوي، مأمور، مزدور، معذور، مجبور او یا د چوکۍ د ستاتلو لپاره کوي دا بله خبر ده خو دا موضع او عمل له شکه پرته خاینانه او خطاء عمل او په هیڅ ډول حتی د تفرقې د مخنیوي تر نامه لاندې هم نه شي توجه کیدای او جناب داکتر عبدالله عبدالله په دغه برخه کې خطاء استدلال کوي.
دا د افغان اولس د هویت او عزت د ساتلو او زمونږ د دین او ایماني هویت د ساتلو په خاطر کار دی، که څوک خفه کیږي، خدای دې زړه ور وچوي چې بیا له سره خوشاله نه شي. که په دې خاطر څوک بلوا کوي، سر یې د وهلو دی.
په دغه تذکره کې د نیمګړي افغانستان نقشه ځای پر ځای کول له سره ضرور نه وه او دا د پاکستان بریا وینم.
افغان حاکمیت ته پکار ده چې جبونانه عمل ونه کړي. د افغان اولس او ډیر وسیع خلکو د افغان د حاکمیت او د جناب محمد اشرف غني له دغه ولو نا وقته اقدام نه او د جناب حکمتیار په شمول د حزب اسلامي او نورو ملي کُتلو او حلقاتو له ملاتړ نه چې ددغې پروسې د پيل او انجام لپاره، اعلام کړای شوې، په کلکه قدر داني او ستاینه کوي.
مونږ د زړو کاغذي تذکرو د پروسې د ادامې، د تابعیت د سند د ورکولو فرمان او د دایمي سکونت د تثبیت د پروسې د حل سند د ویشلو او حل کلک پلویانو یو او دا پروسه ده چې اقتصادي، امنیتی، سیاسي پروژې شفافوي.
دغه پروسه ده چې معلوموي چې هغه د پنجشیر د اصیل مور او پلار او د ناسکه قندهاري پلار په کور کې لوی شوای دی.
زه افتخار لرم چې زما د افغاني نومونو یو ستر پېنځه ژبه ایز توحیدي، بشپړ او ستر قامو س د بشپړیدو په حال کې دی چې د تذکرو، پاسپورتو او تولد خط د دفترو لپاره د یو ستر ممد او توحید کوونکي مرجع لپاره هم مؤثرمرجع او لاسوند دی او کارول کیدای ي.
که د افغانستان د احصایې دفتر د تذکرو دفتراو اداره زما ددې ستر قاموس علاقمند وي نو ما سره دې تماس او اړیکه ونیسي!
دوکتور صلاح الدین سعیدی
۵/۵/۲۰۱۸
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸
strategicstudies@yahoo.com
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
Reconnect to YouTube to show this feed.
To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور